د بشرحقوقو د څار سازمان وايي چې طالبانو یو شمېر هغه خبریالان پۀ مرګ ګواښلي چې پۀ دوی یې نیوکې کولې

د بشرحقوقو د څار سازمان وايي چې طالبانو یو شمېر هغه خبریالان پۀ مرګ ګواښلي چې پۀ دوی یې نیوکې کولې
په ورته مهال د بشري حقونو څار سازمان د اسیا برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن رسنیو ته ویلي، طالبان په دې کارغواړي هغه غږونه خاموش کړي، چې پر دوی نیوکې کوي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بشر حقونو د څار سازمان وايي، طالبان هغه ژورنالېستان په مرګ ګواښلي، چې پر دوی یې نیوکې کړي دي.
یاد سازمان په خپله رسمي ټوېټرپاڼه کې لیکي، طالبانو له ډېریو خبریالانو غوښتي چې خپل راپورونه له خپرېدو وړاندې، له دوی سره شریک کړي.
په ورته مهال د بشري حقونو څار سازمان د اسیا برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن رسنیو ته ویلي، طالبان په دې کارغواړي هغه غږونه خاموش کړي، چې پر دوی نیوکې کوي.
طالبانو د تېرې یک شنبې په ورځ د افغانستان ټلویزیونونو ته یو شمېر مقررات وضع کړل، چې د خبریالانو او ټلویزیونونو له غبرګون سره مخ شو.






