سرۀ صلیب لۀ افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړی دی

0
70

سرۀ صلیب لۀ افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړی دی

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس دامینیک سټېل د رییس الوزار له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

 

(2021 / 11 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس دامینیک سټېل د رییس الوزار له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې پلاوي ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

سټېل ویلي چې دوی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې کمېټې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده او هڅه کوي خپلې بشردوستانه مرستې لا ډېرې کړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي تمه لري چې وکړی شي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې اړینه همکاري ولري.

مولوي عبدالکبیر هم د سره صلیب له مرستو مننه کړې او د دې مرستو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

Leave a reply