پاکستان د هندي فوځ له اړخه د بشري حقونو لپاره فعال خرم پرویز نیول په کلکه غندلي

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان په ناقانونه توګه د هند له لوري قبضه شوي کشمیر کې د بشري حقونو د فعال ښاغلي خرم پرویز نیول په کلکه غندلي دي.
د پاکستان وزارت خارجه دفتر نه جاري شوې یو خبرپانړه کې لیکل شوي چې د د هندي ځواکونو د بشرني حقونو لپاره آواز اوچتوونکو نیول او ددوی آواز بندول د نوي ډیلي د دولتي تروریزم او په مقبوضه کشمیر کې د بنسټیزو بشري حقونو تر پښو لاندې کولو څرګند ثبوت دی.
د پاکستان د دفتر خارجه ویاند د هند د ملي تحقیقاتي ادارې لخوا د ښاغلي خرم پروېز په دفترونو او استوګنځایونو کې بې رحمانه پلټنه د بشري حقونو نړیوالو فعالینو او سازمانونو هم په سختو ټکو کې غندلې ده.
په دې بیان کې دفتر خارجه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارو، خپلواکو غیر دولتي موسسو او نړیوالو رسنیو په منظم ډول د 5 اګست 2019 راهیسې د کشمیر د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او د مدني ټولنې فعالانو په وړاندې د هندي اشغالګرو ځواکونو لخوا په زیاتیدونکي ډارونې، ځورونې او انتقامي بریدونو په اړه راپورونو ورکړي او خپاره کړي دي او د هندي فوځیانو په ترهګرۍ ی او د انساني حقونه د خپو لاندې کولو لپاره ی د هندي فوځیانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.






