امریکا او هند د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی 

0
146

امریکا او هند د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی 

د امریکا او هند ترمنځ  له یوه کال راهیسې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر یوه هوکړه کار روان دی چې په هغه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر مهمو مواردو بحثونه شوي دي.

(2021 / 11 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا او هند د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې هندي او امریکايي پلاوي په تازه لیدنه کې پر هغه تګلاره بحثونه کړي چې له مخې به یې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو یوه ستره هوکړه لاسلیک کېږي.

هندي رسنۍ وايي، هندي او امریکايي لوري ویلي چې ډېر ژر به دغه تګلاره نهایي شي او د دواړو لورو د مشرانو ترمنځ به په ځانګړو مراسمو کې لاسلیک شي.

اړوند موضوعات: 

هند او امریکا د افغانستان پۀ اړه یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

Leave a reply