د ترهګرۍ نه بد متاثره وادي تیراه کښې د لوبو میله تابیا شوې وه

0
79

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په لرې پرته سیمه او د ترهګرۍ نه بده متاثره شوې سیمه وادي تیرا د ورسک په لوبو میدان کې د ضلعی سپورټس محکمې په تعاون سره د یوې رنګینې د لوبو د میلي تابیا شوې وه، دا میله د ۱۸ نومبر نه پیل شوې وه او په ۲۲ نومبر ی پای لوبې وشوې.

د ضلع خیبر د سپورټس محکمې مشر راهد ګل ملاګوري مطابق په دې میله کښې ۲۸ د بیلا بیلو لوبو ټیمونه شرکت وکړه او ددي میلې په انتظام د سي آر اې په تعاون سره شوې وو. د چارواکو مطابق ددې لوبو میلې مقصد هم دغه دې چې نړۍ ته اوښودل شي چې په تیرا کې امن دې . د چارواکو وینا وه چې د سپورټس بنیادي مقصد هم امن وي او په تیراه کې ددې سپورټس میلي مقصد هم دغه دې چې دې ځای نه نړۍ ته د امن او رورولۍ یو پیغام لاړ شي.
په دې میله کښې د موسیقې مشهور هنرمندانو د خپل فن مظاهره هم وکړه، مشهور دپښتون هنرمندان زیک آفریدي، عرفان او راشد خان په د میلې د پرانسې په دوران قومي سندروې وړاندې کړې چې په میله کې موجود ځای مشرانو،ځوانانو او لوبغاړو ترې خوند واخستو.
په دې موقع مشرمیلمانه کمانډنټ تیراه رایفل خرم رشید او ایډیشنل ډپټي کمشنر فنانس خیبر حسیب الرحمان وو، په دې موقع د ضلع خیبر سپورټس منیجر راهدګل ملاګوري ، سي آر اې ټیم مشر عرفان خان او ځای مشران هم په ګنړ شمیر کې موجود وو.
دخیبرپښتونخوا (کمیونیټي ریسایلنس اکټیویټي –نارتهه) له اړخه لوبغاړو ته انعامونه او نور د سپورټس ضروري سامان ورکړې شو، په دې میله کښې لوبغاړو د کرکټ، رسه کشي،ولي بال او د کبډۍ په میچونو کښې برخه واخسته .

Leave a reply