د ا.ا.ا د رئیس الوزرا پۀ امر ځینې نوې مقررۍ شوې دي

د ا.ا.ا د رئیس الوزرا پۀ امر ځینې نوې مقررۍ شوې دي
د ا،ا،ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې رسمي ټویټر پاڼې له لارې د حکومت په کچه ددغه ټاکنو خبر ورکړی دی، مجاهد ویلي چې ټاکنې د ا،ا،ا د لوی مشر په فرمان شوې دي.
(2021 / 11 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
۱ ــ مولوي شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه
۲ ــ ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه
۳ ــ ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه
۴ ــ مولوي شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
۵ ــ مولوي عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
۶ ــ مولوي حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه
۷ ـــ شيخ عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه
۸ ــ مولوي قدرت الله جمال د تفتيش عالي ادارې د سرپرست په توګه
۹ ــ مولوي عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه
۱۰ ــ مولوي محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه
۱۱ -ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه
۱۲ ــ مولوي کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه
۱۳ ــ مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه
۱۴ ــ مولوي ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه
۱۵- مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه
۱۶ ــ مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال په توګه
۱۷ ـــ مولوي عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه
۱۸ ـــ صاحب عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه
۱۹ ــ ملا فیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه
۲۰ ــ مولوي سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین په توګه
۲۱ ــ مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه
۲۲ ــ محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه
۲۳ ــ مولوي عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه
۲۴ ـــ مولوي رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه
۲۵ ــ مولوي عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه
۲۶ ـــ ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه
۲۷ ــ مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ا.ا.ا ټاکنې کړې وې چې پۀ نړۍواله او کورنۍ کچه لۀ مخالفتونو سره مخ شوي ؤ.






