په پایه تخت اسلام آباد کې هم نشه یی توکي خرڅیږي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې هم نشه یی توکي په اسانۍ سره میلاویږي، د خبرې ټي وی سره په خبرو کښې هم دا نشه یان په خپله وایی چې که پولیس اوغواړي نه د نشه ی توکو خاتمه کولې شي خو دې رشوتونه اخلی او نشه ی توکي خلقو ته په اسانه رسي.
د خبرې ټي وي په دې راپور کښې د لاهور څو ښځې هم په نشه روږدې دي او د پوډر(هیروین) څکي. یو نشه ی رسنیو سره خبرې کوي او وایی چې ددې نشه ی خلقو ذمه واران هم دغه خلق دي څوک چې دا نشه ی توکي خرڅوي ، اسلام آباد او د پاکستان نور ښارونو ته ی رسوي.
د یادونې ده چې د پاکستان افغانستان سره ډیره اوږده پوله لري او په دې پوله د افغانستان څخه هیرونی، چرس او آیس په شان خطرناک نشه یی توکي پاکستان ته سمګل قاچاق کیږي او د پاکستان بیلا بیلو سیمو ته رسولې شي.
د پاکستان د نشه ی توکو په ضد اداره انټارناکاټکس ادارې نه ځای خلق او د نشه ی توکو په نشه اخته خلقو خپلوان غوښتنه کوي چې په پوله دې د نشه ی توکو مخنیوي لپاره ګوټلي ګامونه واخلي چې دا قوم د نشه ی توکو نه خلاص شي او خلق د نشه څخه بچ شي.





