افغان طالبان لۀ پاکستاني طالبانو سره د پاکستان حکومت پر سر پۀ مذاکراتو بوخت دي

افغان طالبان لۀ پاکستاني طالبانو سره د پاکستان حکومت پر سر پۀ مذاکراتو بوخت دي
ښاغلی یوسف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی خپل دریځ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شریکوي او بیا یې هغوی پاکستاني طالبانو ته رسوي وویل، چې د خبرو دا بهیر له وړاندې همداسې پیل شوی و.
(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف وایي، چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دوی استازیتوب کوي.
د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي معید یوسف یادې څرګندونې د جیوز نیوز سره په مرکه کې کړي دي. هغه ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پیل شوي او روانې دي.
ښاغلی یوسف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی خپل دریځ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شریکوي او بیا یې هغوی پاکستاني طالبانو ته رسوي وویل، چې د خبرو دا بهیر له وړاندې همداسې پیل شوی و.
اړوند موضوعات:
د پاکستاني رسنیو پۀ حواله؛ ټي ټي پي درېیم هېواد کې دفتر غواړي
نوموړي همدار راز تور پورې کړی چې اوس هم د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي او کورنۍ یې افغانستان کې اوسېږي.
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو سره د پاکستان ملي امنیت سلاکار یادې څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ یوازې منځګړیتوب کوي.






