تورخم، چمن، خرلاچي، غلام خان او انګور اډه له لارې افغانستان سر تجارت روان دې: محمد صادق خان

0
145

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارتي هلې ځلې روانې دي، د پاکستان صادراتو نه ډک ګاړي افغانستان او د افغانستان صادراتونه ډک په کنړ شمیر کښې ټرکونه پاکستان ته راداخلیږي.

په تورخم کښې د اهلکارو مطابق پرون به ۲۰ نومبر د پاکستان د صادراتي توکو نه ډک ۳۰۵ ټرکونه افغانستان ته د تورخم په لار داخل شول هم دغه شان د چارواکو مطابق د افغانستان له اړخه د افغان صادراتي توکو نه ډک ۲۶۸ ټرکونه پاکستان ته راداخل شول.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق خان هم په خپل ټویټر پانړه د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د دوه اړخیز تجارت په اړه یو ټویټ کښې د تجارتي هلوځلو تفصیل ورکړې دې.
د محمد صادق خان د ټویټ مطابق د پاکستان او افغانستان ترمینځ په پاک افغان پوله تورخم، چمن، خرلاچي، غلام خان او انګور اډه له لارې د پاکستان صادرات افغانستان ته او د افغانستان صادرات پاکستان ته راځي.
د یادونې ده چې د کورونا وبا په وجه د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارتي هلې ځلې څه لږ وخت لپاره ځنډیدلې وی خو بیا دا دوه اړخیز تجارت پیل شوې او ترنن پورې دا تجارتي هلې ځلې روانې دې او په دې بیان شوو پنځو لارو، د پاکستان افغانستان ترمینځ تجارت روان دې.

Leave a reply