رویټرز خبري آژانس پۀ یو خبر کې ویلي چې کابل ښاریان خپلې ښې راتلونکې ته هیله مند دي 

0
66

رویټرز خبري آژانس پۀ یو خبر کې ویلي چې کابل ښاریان خپلې ښې راتلونکې ته هیله مند دي 

دا راپور پر داسې مهال ورکول کېږي چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو وروسته د دغه هېواد لږ تر لږه لس میلیارده ډالر د پيسو نړیوال صندوق کنګل کړي دي چې دا چاره په افغانستان کې د اقتصادي نظام د ضعف سبب شوې ده.

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکایي رسنۍ کې په لومړي ځل د افغانستان په اړه مثبت راپور راغلی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې که څه هم په افغانستان کې اقتصادي ستونزې خورا ډېرې دي او خلک له ډېر ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي خو بیا هم کسب او کار بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلی دی.

راپور کاږي چې په دغه هېواد کې له دست فروشانو نیولې بیا تر لوکسو رسټورانټونو پورې ټولو بېرته په فعالیت پیل کړی دی او خپل ورځني عادي ژوند ته دوام ورکوي.

راپور کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د کابل ښار اوسېدونکي خپلې راتلونکې ته خوشبین دي خو یو شمېر هټۍ‌وال د خپل کار د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

Leave a reply