د سعودي پۀ مشرۍ عرب ائتلاف یمن کې پۀ حوثي یاغیانو بریدونه کړي دي

د سعودي پۀ مشرۍ عرب ائتلاف یمن کې پۀ حوثي یاغیانو بریدونه کړي دي
همداشان عرب ائتلاف د حوثي یاغیانو اړوند د یوې انتحاري ډرون الوتکې چې د سعودي عربستان د ابها پر هوايي ډګر د برید په موخه لیږل شوې وه د کشف او په هوا کې له منځه وړو نه خبر ورکړی دی.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو په مراکزو او موضع ګانو د درندو بریدونو نه خبر ورکړی دی.
عرب ائتلاف ویلي دي چې د یمن د صنعا په ښار کې د سپاه پاسداران او حزب الله د ځواکونو په یو مهم پټنځای او الدیلمي په هوايي هډې پراخه بریدونه کړي دي.
پدې بریدونو کې د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې عرب ائتلاف ویلي دي چې نن پنجشنه د سهار په وختي ساعتونو کې د حوثي یاغیانو د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو د بریدونو په ځواب کې د صنعا، صعده ، ذمار او الجوف په ښآر کې د حوثيانو پر مرکزونو او پټنځایونو پراخه هوايي بریدونه کړي دي.
پدې بریدونو کې د حوثي یاغیانو اړوند د وسلو او مهماتو یو زیات شمیر ډیپوګان او پټنځایونه له منځه وړي دي. د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو کې چاودنې رامنځته شوي دي.
اړوند موضوعات:
یمن کې تازه نښتې رامنځته شوي چې پنځوس کسه پکې وژل شوي دي
همداشان عرب ائتلاف د حوثي یاغیانو اړوند د یوې انتحاري ډرون الوتکې چې د سعودي عربستان د ابها پر هوايي ډګر د برید په موخه لیږل شوې وه د کشف او په هوا کې له منځه وړو نه خبر ورکړی دی.
حوثي یاغیان په یمن کې د خپل کنټرول لاندې د سیمو نه وخت نا وخته پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو بریدونه کوي.





