کاناډا کې د وروستیو سېلابونو لۀ امله ۱۸۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي

کاناډا کې د وروستیو سېلابونو لۀ امله ۱۸۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي
د بریتانیا کولمبیا ایالت لومړي وزیر جان هارګن ویلي دي چې فدرال او ځايي ادارې د ناورین پر خلاف په ګډه مبارزه کوي او د سیلاب ځپلو سره د مرستوپه خاطر بیړني حالت د پرسونل سره په ګډه کار کوو.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کاناډا کې وروستیو سلاونو نږدې ۱۸۰۰۰ زره تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.
د کاناډا د بریتانیا کولمبیا په سیمه کې د ډیرو زورور بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله په زرګونو کورونو زیان لیدلی دی.
د برتیانیا کولمبیا ځايي ادارې په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د کولمبیا سیمې مسئولینو ویلي دي چې تر اوسه پورې د سیلاب ځپلو سیمو نه ۱۷۷۷۵ تنه خوندي سیمو ته تخلیه شوي دي.
د بریتانیا کولمبیا ایالت لومړي وزیر جان هارګن ویلي دي چې فدرال او ځايي ادارې د ناورین پر خلاف په ګډه مبارزه کوي او د سیلاب ځپلو سره د مرستوپه خاطر بیړني حالت د پرسونل سره په ګډه کار کوو.
همداشان هغه وویل چې په سیمه کې د ۱۴ ورځو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.
همداشان د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې دا موده وغځول شي. د بیړني حالت تصمیم د سیلاب ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو او د اړوندو اداراتو ترمنځه د لا ښې همکاهنګۍ په خاطر نیول شوی دی.






