اعتزاز احسن د پخواني جج حلف نامه مشکوکه بللې ده

0
214

باغي ټي وي رپورټ
اعتزاز احسن د پخواني قاضي القضات رانا شمیم بیان مشکوک بللی دی
سينئر سياستدان اعتزاز احسن د پخواني جج رانشيم حلف نامې مشکوکه بللې او وئيلي ئې دي که حلف نامې جعلي وي نو ضروري کاروائي دې وشي.

د تفصيلاتو ترمخه سينئر سياستدان اعتزاز احسن د پخواني جج رانا شميم حلف نامې مشکوکه ګرځولې او وئيلي ئې دي چې د رانا شميم حلف بالکل جعلي دې او په دې اړه ډير شکونه را اوچت شوي دي.
اعتزاز احسن وويل چې چيف جسټس هيچا ته داسې هدايات نۀ شي ورکولى، هغه زیاته کړه چې دا بیان حلفي په لندن کښې جوړیږي ځکه چې لندن د نواز شریف مرکز دی.

د پيپلز پارټۍ مشر وويل دا کاليبری فونټ د قطري خط په شان يوه جګړه ده هغه زیاته کړه چې په دې کې هيڅ شک نشته چې ددې بیان حلفۍ تر شا د چا لاس دى.
هغه زیاته کړه چې چې نوازشريف تر دې دمه د خپلو پیسو حساب نه دی ورکړی او که دا حلف نامې جعلي وي نو ددې په ضد د ضروري قانوني کاروایی وشي.

Leave a reply