په خیبر پښتونخوا کښې د شري ناروغې د مخنیوي لپاره کمپاین جاري دي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتوخوا په ټولو سیمو او ورسر په ضم قبایلي سیمو کښې د شري او روبیلا د مخنیوي ملي کمپاین پیل شوې دې، دا کمپاین د ۱۵ نومبر نه پیل شوې او تر ۲۷ نومبر پورې به دوام وکړي.
د پيښو انتظامیه مطابق د صوبې په مرکز پېښور او ورسره نزدې په قبایلي سیمو ضلع خیبر کښې هم د شري او روبیلا ضد کمپاین روان دی او وسه پورې په زرګونو ماشومانو ته واکسین لګول شوي دي چې دې خطرناکه بیماريو نه ددوی ژوند په حفاظت کې شي او دوی یو صحتمند ژوند ولري.
د صحت محکمي ټیمونه په پیښور کې د انتظامي افسرانو تر څارنې لاندې ماشومانو ته د شري او روبیلا ضد واکسین کوي، د پېښور ډپټي کمشنر کېپټن (ر) خالد محمود له خلکو غوښتنه کړې چې د خپلو ماشومانو د شري او روبیلا څخه د بچ کیدو لپاره د روغتیاي څانګې ټیمونو سره همکاري وکړي او له پیښور څخه د شري ، روبیلا او پولیو له منځه وړلو په اړ کې خپل مثبت رول ولوبوي چې دا خطرناک مرضونه ددې سیمې نه ختم شي





