پاکستان او بنګله دیش ترمینځ اولنې ټي ټونټي میچ په ډهاکه کې کیږي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې او د بنګله دیش کرکټ ټیم ترمینځ ټي ټونټي نړیوال د میچونو سیریز په ۱۹ نومبر نه د بنګله دیش په پایه تخت ډهاکه کې پیل کیږي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د پاکسان د کرکټ لوبډله دا وخت د بنګله دیش په دوره ده او په دې دوره کښې به پاکستان لوبډله د درې ټي ۲۰ او دوه د ټیسټ میچونو سیریز د بنګله دیش لوبډلې سره ولوبوي.
د رپورټ مطابق د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز اولنۍ مېچ به په 19 نومبر د جمعې په ورځ په شېر بنګله نېشنل سټېډیم میرپور كښې كېږي، دا میچ به د پاكستانۍ لوبډلې له طرف نه د بابراعظم او د بنګله دېش لوبډلې له لوري به د محمد الله په مشرۍ كښې ولوبیږي.
د سيريز دويم ټی 20 مېچ به په 20 نومبر او درېم او وروستې مېچ به په 22 نومبر كولې شي، ددې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټېسټ سيريز اولنې مېچ په 26 څخه تر 30 نومبرپه چټا ګانګ کې وشي او دويم او وروستې مېچ به د 4 دسمبر کال ۲۰۲۱ څخه تر 8 دسمبر ډھاكه كښې ولوبول شي.