اسلام امارت سرتیرو په جوزجان کښې د ۱۳۰ ښځو خرڅوونکې نیولې دې

0
229

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان نه په رسنیو داسې راپور خپور شوې دې چې په کندوز ولایت کښې د اسلامی امارت سرتیرو یو داسې تن نیولې دې چې په ګنړ شمیر د میرمنو په تښتونه میرمنو په سودا کولو کښې ککړې دې.

د اې پي پي یو راپور مطابق طالبانو د افغانستان په شمالي ولايت جوزجان كښې په مبينه توګه نزدې د 130 مېرمنو سودا كوٶنكې تن نيولې دې۔
د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو د صوبائي پوليسو وياند ملا سراج د نهې په ورځ ميډيا ته ووئيل دا تن د ګل په ورځ په جوزجان ولايت كښې د شپې نيولې شوې دې ۔
د رپورټ مطابق ملا سیراج اوویل چې د كېس په لړ كښې پلټنې روانې دي او هيله لرؤ چې مونږ به د دې كېس پحقله معلومات رامخې ته کړو او اولس ته به ددې نیول شوي تن اصلي مخ ښکار کړو.
هم ددې سیمې د پوليس مشر محمد سردار مبارز ووئيل دې تن به بې وسه مېرمنې مالداره كسانو ته د واده كولو په لالچ بل ولايت كښې خرڅولې او دغسې ده په دې ددې ناوړه کار په ذریعه ۱۳۰ ښځې خرڅې کړې دي.

Leave a reply