په لنډیکوتل کښې لوبغاړي د ستونزو سره مخ دي
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې لوبغاړو او د کرکټ په اکیډیمۍ ورزش کوونکو لوبغاړو شکایت کړې دې چې دوی ته د سپورټس سهولتونه او اسانتیاوي نشته او ددې وجهې ددې سیمې لوبغاړي ډیر مایوس او خفه دي.
د لنډيکوتل د حمزه بابا مزار سره نزدې جوړه شوې کرکټ اکاډیمۍ کښې هم د سهولتونو نشتوالي له وجې لوبغاړي له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
د تفصیلاتو له مخې د لنډي کوتل حمزه بابا زیارت ترڅنګ د کرکټ د زده کړې او ورزش مرکز کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله لوبغاړي د تمرین کولو په مهال له سختو ستونزو سره مخ دي ځکه چې به دې مرکز کښې د سهولتونو ډیر کمۍ دې.
د لنډې کوتل کرکټ د تمریني مرکز مسوول جنيد شينواري رسنیو ته اوویل چې په دې تربیتي مرکز کې ٣٥ لوبغاړي ګډون لري. د رولر نشتوالی پیچ جوړونکې مشینري نشته او د نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله په تربیتي مرکز کې لوبغاړي له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی غوښتنه وکړه چې ددې کرکټ د زده کړې ځای او ددې سیمې د لوبغاړو لپاره دې د سپورټس سهولتونو او اسانتیاوي ورکړې شي.