پاکستان په هند کښې د جمعې په ورځ د نمانځه بندیز لګول په سختو ټکو کې غندلې

0
308

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د د چهارشنبه په ورځ د هند په هریانا ایالت کې د بهارتیا جنتا ګوند د حکومت لخوا په څو ځایونو کې د مسلمانانو لخوا د جمعې د لمانځه په ادا کولو بندیزونه په کلکه وغندل.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کښې ويلي چې مونږ په هند کې د جوماتونو د ویجاړولو او د مسلمانانو د لمانځه ځایونو په وړاندې د بریدونو په اړه هم ژوره اندیښنه لرو چې د بی جے پی د واکمنۍ ایالتونو اترپردیش او هریانا حکومتو په مرسته ترسره کیږي.
د رپورټ له مخې د هندوانو له اړخه د مسلمانانو مذهبي ځایونو ته د سپکاوي په یوه بل ناوړه عمل کړې دې په دې ناوړه عمل کې د هندوانو ډلې له اړخه د جمعې د مونځ ادا کولو په یو شمیر ځایونو او جماعتونو کې د غوا خوشایه غورزولي دي چې دې سره ی ددې سیمو مسلمانو او د سپیځلي اسلام ډیر بد سپکاوې کړې دې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په بیان کې ویلي دي چې د نړیوالو اندیښنو باوجود په تریپوره کې د مسلمانانو او د هغوی د عبادت ځایونو، کورونو او سوداګرۍ په مرکزونو باندې هم بې رحمه بریدونه جاري دي.

Leave a reply