جمرود ته د وزیراعلی دوره، د شهیدانو بچو احتجاجی مظاهره کړې

0
200

باغي ټي وي رپورټ
نن د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د ضلع خیبر تحصیل جمرود دوره وکړه، د وزیراعلي د دورې په موقع په دې تحصیل جمرود کښې د پخواني خاصه دار فورس هغه اهلکارو بچو چې د دهشت ګردۍ په ضد جنګ کښې شهیدان شوي وو یوه احتجاجي مظاهره کړې وه.

د ځایی خبریالانو او ځای خلقو مطابق د پيښور سي سي پي او(کیپیټل سټي چیف پولیس آفیسر) د پولیس ګارډ له طرف نه په دې ماشومانو او ددوی په خپلوانو تشدد وکړو چې دوی د احتجاج کولو نه وشړي .
د شهیدانوبچو او ددوی خپلوانو وینا وه چې وزيراعلي دې له مونږ سره کړې د مالي مرستې ژمنه کړ ې وه او دوی غوښتنه وکړه چې دا ژمنه دې پوره کړي.
دوی غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د شهيدانو پيکج ورکړل شي، د شهيدانو کورنيو ته دې د صوبې په کچه مراعات ورکړل شي ، د شهیدانو د بچو له دې تنخوا په شان مالي مرستې وکړې شي
د شهیدو اهلکارو خپلوانو د سي سي پي او د پولیس ګارډ له طرفه نه په دوی تشدد کول په سختو ټکو کښې غندنه وکړه ، دوی اوویل چې پيښور پولیس په دوی ډیر ظلم وکړو چې د شهیدانو په بچو ی تشدد وکړو.
د یادونې ده چې نن وزیراعلی په شاکس لیوي سنټر جمرود کښې د یوې نوی ودانۍ پرانسته وکړه.

Leave a reply