جمهوریت لپاره ضروري وي چې عامې ټاکنې غیرمتنازعه وي: ډاکټر شهزاد وسیم

0
161

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پارلیمان کښې د حکومتي ډلې مشر شهزاد په یو بیان کښې ویلي دي چې په پارلیمان کښې اتحادي ګوندونو سره ښې اړیکې لرو او پاکستان تحریک انصاف د چا مرستې او حمایت ته اړتیان نه لري.

هغه اوویل چې دا خبره او تاثر غلط دې چې د پارلیمان شریکه غونډه د حکومتي غړو د شمیرې د کموالي د لاسه ځنډولې شوې وه.
د اې پي پي رپورټ مطابق د نهې په ورځ کې د مخالف ګوند مشر سینیټر یوسف رضا ګیلاني او د سینیټرې شیري رحمان د اعتراض په نکته په ځواب کښې شهزاد اوویل چې پاکستان تحریک انصاف په هیواد کښې دوه ګوندیز نظام د ووټ دلارې ماتولو سره د ملک اقتدار ترلاسه کړې دې.
هغه اوویل چې د کال ۲۰۱۳ ټول ټاکنو نه وروسته وزیراعظم عمران خان د څلورو حلقو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې وه، هغه زیاته کړه چې د ټاکنو په عمل کښې د بې ضابطګیو د مخنیوي له به نوې ټیکنالوجي په کار کښې راوستل وی چې د ټاکنو عمل او بیان نتیجې صفا وي.

Leave a reply