ن لیګ له خوا جعلي بیان راوړل شوې دې: چوهدري فواد حسین

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان مسلم لیګ نه ډلې د پاکستان عدلیه په ضد کمپایین پیل کړې دې او په تیره ورځ ی هم په عدلیه ګوزار کړې چې د یو داسې تن لخوا ی جعلي بیان رواړلې دې کوم تن چې د پاکستان مسلم لیګ نه ګوند پاللې دې.
چوهدري فواد حسین الیکشن کمیشن نه بهر رسنیو سره د نهې په ورځ په خبرو کښې اوویل چې چې د ن لیګ دا طریقه او پلان وی چې لکه دوی په عدالت کښې پیشی وی د عدالت په ضد بیانونه چلوي او چې کله نواز شریف عدالت ته پیش کیدو نو دې نه وړاندې ی هم په عدلیه برید وکړو.
چوهدري اویل چې دې خبره کښې شك نشته چې دا تن په لندن كښې د نواز شريف په خرچه پاتې كېږي، هغه زیاته کړه چې د حلفيه بيان فيس هم نواز شريف خاندان ادا کړې دې.
وفاقی وزیر ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ چيف جستس د دې معاملې نوټس اخستې دې او دا عدالت یو ډیر ښه ګام اخستې دې، هغه زیاته کړه چې په توهين عدالت كولو نن ذمه وار رابللې شوي دي٬ په دې معامله مخ په وړاندې تللو ته حاجت نشته.
چوهدری فواد حسېن ووئيل د پارليمان شريكه ی هم په ۱۷ نومبر نن رابللې ده، هغه زیاته کړه چې الیکټرانک ووټنګ مشین او د په پاکستان کښې د ټاکنو اصلاحات د عمران خان او د پټي ایی شخصي ایجنډا نه ده بلکه دا یو قومي اېجنډا ده چې موجوده حکومت غواړي چې ټاکني په جدیدو او بین الاقوامي معیار ترسره شي او د ټګیو موقع ختمه شي.






