په پیښور کښې د شري بیمارۍ په ضد کمپاین جاري دې

0
138

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کښې د شري او روبیلا رنځ په ضد مهم جاري دې او تراوسه پورې په زرګونو ماشومانو د شري ضد واکسین لګول شوي دي.

د ضلع پیښور انتظامیه په ټولنیزو رسینو خپور یو رپورټ مطابق په د ښار او په کلیو کښې د شري او روبیلا د مخنیوي ملي کمپاین جاري دې او په زرګونو ماشومانو ته ددې رنځونو په ضد و واکسین لګول شوي دي.
په پیښور کښې ايډيشنل ډپټي کمشنر ميډم ګل بانو او د ډپټي ضلعي پوليو افسر ډاکټر نويد خورشيد سره په رنګ روډ او هزار خواني سيمه کښي د مختلفو سکولونو دوره وکړه.
په دې موقع انتظامي افسرانو د سکول انتظاميي سره ملاقات وکړو ، د شري په ضد د واکسین کمپاین معاینه ی وکړه او د سکولونو استاذانو ته ی د شري او روبيلا مخنيوي مهم په اړه بريفنګ ورکړو۔
د پيښور انتظامی مشرانو د تعلیمي ادارو مشرانو او استاذانو ته د شري او روبیلا په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړو

Leave a reply