د پاسپورټ عمومي ریاست کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍدرولې ده

د پاسپورټ عمومي ریاست کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍدرولې ده
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې په ورځني ډول دې ریاست ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي خو دوی کولی شي یوازې له درې زرو تر درې نیم زرو کسانو ته پاسپورټ ووېشي.
(2021 / 11 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست مسوولین وایي، چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې د پاسپورټ د وېش لړۍ تر نامالومې نېټې درولې ده.
د پاسپورټ سرپرست رییس علم ګل حقاني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له کبله سر له نن څخه په مرکز کې د دې ریاست فعالیت درېږي، خو په ولایتونو کې به د دې ریاست څانګې فعالې وي.
د نوموړي په خبره، پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک په ګډون یو شمېر ماشینونه له وخته تېر دي او باید یاده تخنیکي ستونزه حل شي.
ښاغلي حقاني ویلي:
“کله چې ماشينونه زيات وکارول شي له کاره لوېږي، پاسپورټ ریاست کې د خلکو بېروبار زیات و، نو وموغوښتل د کارونو ښه ترسراوې لپاره او د ماشینونو تر بیا جوړېدو دغه بهیر وځنډوو.”
اړوند موضوعات:
د پاسپورټ ریاست وايي چې نن مو پنځو لویو ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش پیل کړ
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې په ورځني ډول دې ریاست ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي خو دوی کولی شي یوازې له درې زرو تر درې نیم زرو کسانو ته پاسپورټ ووېشي.
د پاسپورټ ریاست دغه راز ویلي، د دې لپاره چې خلک په تکلیف نه شي او ورځې او شپې د پاسپورټ اخیستو لپاره انتظار ونه باسي، پرېکړه وشوه چې سر له سې شنبې د څو ورځو په مخه په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر ودرول شي.
د یادونې وړ ده چې اوو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاست خدمات جریان لري.






