سهیل شاهین وايي ستونزې به حل شي او هرڅه به ژر عادي شي 

0
183

سهیل شاهین وايي ستونزې به حل شي او هرڅه به ژر عادي شي 

د یادونې ده چې د افغانستان ا.ا سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د خپل استازي په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې پر یاده څوکۍ د نوموړي ټاکنه تایید کړې نه ده.

 

(2021 / 11 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا له لوري ټاکل شوی استازی سهیل شاهین وایي چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو او د ازادۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب ولس ته خدمت او د اقتصادي سونزو حل دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي له دې وروسته په هېواد کې موجوده اقتصادي ستونزې حل کړي او خلکو ته څنګه چې لازمه ده خدمات وړاندې کړي.

شاهین ټینګار کړی دی چې ا.ا به تر وروستي حده هڅه وکړي چې هېواد د امن، اقتصاد، تعلیم او پرمختګ په ډګر کې د سیالانو سیال کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان ا.ا سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د خپل استازي په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې پر یاده څوکۍ د نوموړي ټاکنه تایید کړې نه ده.

Leave a reply