باغی ټي وي رپورټ
په قبایلي سیمه باجوړ کښې د راغګان بند په امینیت مقرر د دو پولیسو د وژنې ذمه واري داعش ډلې په خپله ذمه اخستې ده.
په ورځپانړه مشرق کښې د چاپ یو رپورټ مطابق داعش په باجوړ کې د راغګان ډیم سره نزدې د پولیس اهلکارو په نښه کولو مسولیت منلی دې، په دې پيښه کښې دوه پولیس اهلکار وژل شوي وو.
د عرب نیوز د راپور له مخې، وسله والې ډلې په ټیلیګرام کې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په برید کې یو پولیس افسر او یو بل پولیس اهلکار وژل شوي دي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق د باجوړ ضلعې د پولیسو مشر عبدالصمد خان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه افسران د یو ماین بم په چاودنه کښې شهید شوي وو.
د یادونې ده چې پرون په باجوړ کښې د راغګان بند په سیکوریټي مقرر یو پولیس اهلکار عبدالحیان او سیراج په دې برید کښې وژل شوي وو چې بیا ورسته په خپلو سیمو کښې خاورو ته وسپارل شول.
په قبایلي سیمه کښې د دو پولیسو وژنه، داعش ډلې ذمه واري قبوله کړه










Leave a Reply