په لنډیکوتل کښې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلو ځلو زور اخستې دې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلو ځلو زور اخستې دې، په دې ټاکنو کښې امیدوارانو د ټاکنو لپاره تیارې پیل کړي دې او په کلیو او حجرو کښې ی د ټاکنو لپاره کمپاین او غونډې هم پیل کړې دي.
د خوګا خیل قام د مشرانو د مشورتي شورا له غونډې وروسته نن د لنډيکوتل په بازار کې يوه بله ستره غونډه وکړه چې په کې ذکريا شينوارى په متفقه توګه د دسمبر په ۱۹ مه نېټه کېدونکو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل چيئرمېن لپاره نامزد کړې شو.
په دې غونډه کښې خوګا خیل قام مشرانو او ځوانانو ژمنه وکړه چې د خوګا خیل قام به د زکریا شینواري ملاتړ کوي، په غونډه حاضرو ټولو مشرانو او ځوانانو لاسونه پورته کړل او د زکریا شینواري د ملاتړ ژمنه او اعلان ی وکړو.
هم ددې خوګا خیل قام یو بل اوسیدونکې او د الحاج کاروان تحصيل چيئرمېن لپاره متوقع کانديد شاه خالد شينواري په حجره کښې د خوګا خیلو عاشق خېلو له مشرانو سره مشورتي غونډه وشوه.
په دی غونډه کښې د عاشق خیل خوګ خیل مشرانو په ګنړ شمیر کښي ګډون اوکړو او د الحاج کاروان له اړخه په ټاکنو کښې د چیر مین څوکې لپاره په ټاکنو کښې برخه اخستونکي امیدوار شاه خالد شینواری د ملاتړ اعلان وکړو.


شاه خالد شینواری ، د الحاج کاروان ګروپ له اړخه متوقع د چیر مین څوکۍ لپاره امیدوار غونډې ته وینا کوي.






