سعودي عربستان وايي چې ایران سره مو خبرې ښې روانې دي

سعودي عربستان وايي چې ایران سره مو خبرې ښې روانې دي
هغه له فرانس ۲۴ سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې سعودي له ایران سره جدي مذاکراتو ته ژمن دی او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.
نوموړي څرګنده کړې ده چې که څه هم تر اوسه پورې ښه پرمختګونه شوي دي خو کومه نتیجه لاس ته نه ده راغلې.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې تر اوسه پورې یې له ایران سره مذاکراتو کې ښه پرمختګونه لرلي دي او په وینا یې تمه شته چې مطلوبو پایلو ته ورسېږي.
هغه له فرانس ۲۴ سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې سعودي له ایران سره جدي مذاکراتو ته ژمن دی او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.
نوموړي څرګنده کړې ده چې که څه هم تر اوسه پورې ښه پرمختګونه شوي دي خو کومه نتیجه لاس ته نه ده راغلې.
فرحان ټینګار کړی دی چې توافق ته رسېدل دوه اړخیز باور ته اړتیا لري او دوی اوسمهال هڅه کوي چې د یو بل باور لاسته راوړي او ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
فرحان دغه راز له امریکا سره د اړیکو ترینګلتیا ته په اشارې څرګنده کړې ده چې ښایي له متحده ایالاتو سره د اړیکو رغېدا وخت وغواړي.






