د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر: پخوانیو پوځیانو ته پۀ نظام کې ځای نۀ ورکوو
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر: پخوانیو پوځیانو ته پۀ نظام کې ځای نۀ ورکوو
متقي نړیوالې ټولنې ته په اشارې ویلي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې په دې پوه نشول چې د فشار تاکتیک په طالبانو کار نهکوي.
امیرخان متقي په داسې مهال د کوچني پوځ د جوړولو خبره کوي چې د طالبانو لوی درستیز د یوه لوی پوځ په جوړولو ټینګار کړی دی.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، چې افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نهلري.
نوموړي په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال ویلي، چې دوی به د پخواني نظام پوځیانو ته په خپلو لیکو کې ځای ور نهکړي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا وايي ؛ هغو کسانو ته پۀ لیکو کې ځای نۀ ورکوو چې نظام او دین ته ژمن نۀ وي
د نوموړي په خبره، افغانستان یو وړوکي پوځ ته اړتیا لري او دا اردو باید له داسې کسانو څخه جوړ وي چې وفادار او هیواد پالنې ته ژمنتیا ولري.
هغه دغه راز ویلي، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو او د ټولشموله ادارې د جوړېدو موضوع څخه د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي.
متقي نړیوالې ټولنې ته په اشارې ویلي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې په دې پوه نشول چې د فشار تاکتیک په طالبانو کار نهکوي.
امیرخان متقي په داسې مهال د کوچني پوځ د جوړولو خبره کوي چې د طالبانو لوی درستیز د یوه لوی پوځ په جوړولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین په یوه خبره غونډه کې ویلي وو، چې غواړي ۱۵۰ زره نور کسان خپل پوځ ته ور زیات کړي او دغه شمېر به ډېری د پخواني نظام پوځیان وي.