د نوښار ضلعي انتظامیه د سوالګرو په ضد کاروایی کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
د پيښور ډويژن د کمشنر رياض خان محسود په حکم د نوښار ضلعي انتظاميي د مسلکي سوالګرو په ضد کاروائي کړي ده او د مختلفو سيمو نه ئي پنځلس سوالګري نيولي دي۔
د مس وزیر په ټولنیزو رسنیو خپور یو رپورټ مطابق د ډپټي کمشنر نوښار مير رضا اوزګان په لار ښودنه د ايډيشنل ډپټي کمشنر مس وزير په مشرۍ کښې د ضلعي سوشل ويلفيئر چارواکو او پوليس په ملګرتيا د بيلا بيلو سيمو او بازارونو نه 15 مسلکي سوالګر ګرفتار کړل شول. د مس وزیر له اړخه خپور شوي رپورټ مطابق د دغو سوالګرو خلاف به د لوکل گورنمنټ سوالګرۍ ایکټ او سیکشن 188 لاندې قانوني کاروائي کیږي، مس وزیر په رپورټ کښې زیاتوي چې په دي لړ کښي ډپټي کمشنر نوښار مير رضا اوزګان ټولو انتظامي افسرانو ته هدايات جاري کړي دي چي د ضلعي په ټولو تحصيلونو کښي دي د مسلکي سوالګرو په ضد کاروائي اوکړي او هره ورځ دي رپورټ جمع کړي تر څو چې نوښار د سوالګرۍ نه په مکمله توګه پاک کړے شي۔