د اسلامي امارټ پلاوۍ اسلام آباد ته رارسیدلې

0
92

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت پلاوې چې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر مولوي امیر خان متقی ی مشري کوي نن د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته رارسیدلې دې.

ټاکل شوې دې چې د افغان چارواکو دا پلاوې په د ټرایکل پلس په غونډه کښې هم شرکت وکړي، د یادونې ده چې تیره میاشت د روس په ماسکو کښې د ټرایکا پلس هیوادونو چې پکښې روس،امریکا،چین،ایران او پاکستان شامل دي هم یوه غونډه شوي وه، په دې غونډه کښې په یو شمیر موضوع ګانو ټینګار شوې وو.
د سرچینو ترمخه په پاکستان کښې به د افغان چارواکو پلاوي پاکستاني چارواکو سره د دواړو ګاونډي هیوادونو د اړیکو لا ښه کولو او دوه اړخیز تجارت ته د وده ورکولو په اړه خبرې وکړي.
یاده دې وی چې نن هم د باغي ټي وي پښتو څانګې سره په خبره کښې ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې افغانستان ګاونډی هیواد پاکستان مضبوطي اړیکې غواړي، هغه زیاته کړې وه چې د افغانستان خاوره به د پاکستان او بل کوم هیواد په ضد و نه کارول شي او هم دغه شان ی غوښتنه کړې وه چې د پاکستان خاوره دې هم د افغانستا ن په ضد د استعمالولو اجازت ور نه کړې شي.
https://twitter.com/Shahid_Khan_Blo/status/1458396781860069382

Leave a reply