د بلدياتي انتخاباتو په اړه د پېښور هائي کورټ د پرېکړې هرکلى کوو.اسرارالله ایډوکیټ

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود پريس کلب کښې د لوکل کونسل ايسوسي ايشن خيبرپښتونخوا مشر او پخواني نائب ناظم ټاؤن پیښور اسرارالله خان او د خيبرپښتونخوا د بلدياتي حکومت سفير ډاکټر امانت علي آفريدي خبريالانو ته د بلدياتي انتخاباتو په اړه ویلي دي چي د بلدياتي ټاکنې په اول ځل په قبایلي سیمو کښې کیږي او دې ټاکنو سره به په دې سیمو کښې ترقي او خوشحالي راشي.
نوموړي د بلدياتي انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د پېښور هاي کورټ د پرېکړې هرکلى وکړو، د لوکل گورنمنټ ايکټ 2019 په اړه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې هغه وويل چې د پاکستان د ټاکنو کمېشن سياسي ګوندونو ته د جنرل کونسل لپاره درې څوکۍ ورکړي دي.
هغه داسې وړاندیز وړاندې کړو چې که سیاسي ګوندونه کولی شي چې د عمومي شوراګانو د دریو څوکیو لپاره درې ټکټونه ورکړي، نو رایې ورکوونکي هم باید د عمومي کونسلرانو څوکیو لپاره د دریو رایو ورکولو حق ولري.






