کرپشن او انتقامي سیاست ختم شوې دې: شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کښې ویلي دي چې په ملک کښې د کرپشن دور ختم شوې دې.
قرشي ویلي دي چې په ملک کښې اپوزیشن سره د چیغو او نعرو پرته پل هیڅ کومه ایجنډا او پلان شته دې ، هغه زیاته کړه چې په ملک کښې د رشوت، د انتقامي سیاست تور دور ختم شوې دې او وس په ملک کښې عوامو د اولس خدمت کوونکي مشرانو او سیاسي پارټۍ پیژندلي دي.
قریشي اوویل چې وس پاکستان په ترقي راوان شوې دې او په ملک کښې د رشوت دور ختم شوې دې، هغه زیاته کړه چې د اپوزیشن مشرانو سره هیڅ کومه د عوام لپاره د خیرښیګړۍ پلان نشته.
قریشي اوویل چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت او عمران خان د عوامو په خیرښیګړه او خدمت یقین ساتي او د وزیراعظم عمران د عوام لپاره فلاحی کارونو ښایی چې د عمران د عام اولس غم درد محسوسوي.
هغه اوویل چې د وزیراعظم د ریلیف پیکج مقصد هم دغه دې چې غریب عوام ته په ارزان نرخونو خوراکی توکي او نور د ژوند ضروري سامان په لاس راشي.
قریشي په ملتان کښې په بیله بیلو سیمو کښې د مختیایی منصوبو پرانسته وکړه او په دې دوران ی غونډې ته په وینا کښې اوویل چې اپوزیشن وس بهانه جوړوي او عوام د ګرانۍ په بهانه د کورونو نه باهر را اوباسي خو وس عوام پوهه شوې دې او د اپوزیشن په ټګیو باندې باور نه کوي.






