د پاکستان په پارلیمان کښې اپوزیشن کوم مشر یا پروګرام نه لری: فواد چوهدري

0
246

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په مرکزي حکومت کښې د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دي چې د پارلیمان کښې مخالف ګروپ هیڅ کوم وژن او پروګرام نه لري .

فواد چوهدري په مخالف ګوندونو سخت ټکونو وکړل او وې ویل چې په پاکستان کښې چې لیډر او یو ښه سوچ او فکر لري نو هغه د پاکستان تحریک انصاف پارټي ده چې د روښانه او عوام دوست مشران لري او په صحیح معنو کښې د پاکستاني اولس خدمت غواړي.
هغه زیاته کړه چې د مخالف ګوند مشرانو دې ته محدود دي چې دوی غواړي چې نومونه ی صرف په خبرونه کښې راشي نور دوس سره څه سوچ او فکر نشته چې د اولس خدمت وکړي.
په ټویټر پانړه هغه زیاتوي چې پاکستان تحریک انصاف یو داسې سیاسي ګوند دې چې د اولس په خدمت یقین لري او غواړي چې د پاکستاني اولس خدمت وکړي.

Leave a reply