صدر زور ورکړې چې د آيی ټي پوهان دې زیات پیدا کړې شي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي په دې خبره زور روکړې دې چې په ملک کښې د آیی ټي په میدان کښې کارپوهان زیات پیدا کړۍ شي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي مصنوعي ذهانت په زغل كښې شاملېدو لپاره په لويه شمېره د آئي ټي پوهانو پېدا كولو په ضرورت زور راوړے وی اوی ویلي دي دې چې نن وخت راغلې چې مونږ هم د آیی ټي په میدان کښې ماهرین پیدا کړو.
هغه اوویل چې فکری سبقت سره مونږ ایټمی طاقت جوړ شوي یو او په نن سبا وخت کښې پاکستان ته د سایبر د طاقت او دفاع کولو ضرورت دي او مونږ له په کار دي چې په دې میدان کښې هم ماهرین پیدا کړو.
نوموړي اوویل چې د سایبر په میدان کښې طاقت او دفاع حاصلولو لپاره مونږ له په کار دي چې د انفارمیشن ټیکنالوژي په میدان کښې ماهرین پیدا کړو.