قادري د افغاني په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده

باغی ټي وي رپورت
د پاکستان په پارلیمان او د حکومت په کابینه کښې د مذهبي چارو وفاقي وزیر ډاکټر پیر نورالحق قادري په یو بیان کښې ویلی دي چې د کراچۍ په یو وتلي عالم غلا دستګیر افغاني په مرګ ورته ډیر خفګان رسیدلې دې.
د اې پي پي یو خبر مطابق پیر نورالحق ویلي دي چې د ارواښاد دیني خدمتونه د چا نه پټ نه دې او د غلام دستګیر افغاني دینې خدمتونه به هروخت یاد ساتلې شي.
د اې پي پي رپورټ مطابق قادري د خدای بخښلي د لوړو درجو لپاره دعا وکړه او د دیني عالم د کورنۍ سره ی ددې لوی زیان په اړه د غم څرګندونه وکړه.
د رپورټ مطابق د خدای بخښلی په غمجنه کورنې کښې د هغه درې زامن شیخ علامه غلام رباني نقشبندي، علامه حافظ حامد رباني افغاني نقشبندي او علامه احمد رباني افغاني نقشبندي شامل دي. قادري اوویل چې د خدابخښلي د خاندان او بچو له اړخه به د دین اسلامی خدمت جاري وی.




