هند جوړ مبایلونه د پاکستان سیکوریټي لپاره لوی ګواښ

پاکستان وګړي باید د آی فون په اخستلو کښې خیال وکړي او اېپل اپریټنګ سسټم په واسطه موبایل اپډیټډ وساتي
0
22

نصیب شاه شینواري
د هند جوړ موبایل ټیلیفونونه او نور وسایل د پاکستان هیواد د سایبر امنیت لپاره یو لوی ګواښ ګرځول شوي دي.

د هند جوړ آیفونونه او اړوند یو شمیر نور وسایل د پاکستاني کاروونکو لپاره یو لوی خطر بلل شوي دي او په دې اړه باید ددې هیواد وګړي ډیر خیال وساتي چې د سایبر سیکوریټي خطر څخه بچ شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د پاکستان وفاقي حکومت کابينه ډويژن وفاقي وزارتونو، ډويژنونو او ټولو صوبائي چيف سيکرټریانو ته خط استولي دي او ددې سایر خطر څخه ی دوی خبر کړي دي.
د حکومتي سرچینو په وینا، په دې لیږل شوي لیک کښې د پاکستان د حساس معلوماتو انفراسټرکچر کښې د هند لاسوهنې سره د څارنې او هند سره د جیو پولیټیکل تاو تریخوالي زیاتیدلو اندیښنې څرګندې کړې. په دې مراسله کښې دا هم ویل شوي چې حساس معلومات جعلي ویب پاڼو او ایپل سټایل پورټلونو ته د لاسرسي له لارې غلا کیدلې شي.

په دې میډیا رپورټ کښې د سرچینو په وینا، د هند تولیدي محصولات او وسایل د پاکستان لپاره امنیتي اندیښنې، د ویروس شتون او ددې پراډکټس له لارې د پاکستاني کاروونکو ډیټا حاصلولې شي پداسې حال کښې چې د هارډویر یا سافټویر په جوړولو کښې د ویروسونو شتون هم ممکن دې کوم چې یو لوی ګواښ دې

په رپورټ کښې زیاتوي چې سرچینې وايي چې پورټلونه او ویب پاڼو ته د جعلي بریښنا لیکونو او نورو پیغامونو له لارې لاسرسی کیدلې شي نو په دې اړه باید ددې هیواد وګړي خیال وساتي چې ددوی خپل ژوند او د هیواد امنیت خوندي شی او ددې له لارې د هیواد امنیت ته ګواښ پیښ نه شي.
په دې مراسله کښې سپارښتنه شوې چې په پاکستان کې د تصدیق شوي پلورونکو څخه د ایپل مصنوعات وپلوري، دا خبره پکښې زیاته شوي چې د آیی فون یا نور وسایلو آیی ډی چیک کړي، او د ایپل وسایل د آی فون آپریټنګ سیسټم په ذریعه اپډیټډ ساتلو سپارښتنه شوې ده.
که په عام نظر کښې د حکومتي ادارې دې مراسلې ته اوګورې نو باید ددې هیواد عام اولس، سرکاري او غیر سرکاري ادارې د هند آیی فون پراډکټس په اخستلو کښې ډیر خیال وکړي ځکه چې که ددې څخه سرغړونه وکړي نو ددې سرغړونې له امله به ددې هیواد امنیت ته لوی ګواښ ورسي کوم به چې د عام اولس او ددې هیواد په ګټه تمام شي.

Leave a reply