ایران شکایت کړی چې افغان لوري مو پر سوداګریزو توکو محدودیتونه وضع کړي 

0
224

ایران شکایت کړی چې افغان لوري مو پر سوداګریزو توکو محدودیتونه وضع کړي 

ایراني لوری وایي د افغان سوداګرو کاروانونه دمګړی ان تر بندر عباس تللی شي خو که د نوي حکومت وضعیت همداسې روان وي نو دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کولی شي. افغان لوري تر اوسه د خپل دغه کار په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

(2021 / 11 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وایي افغان لوري د دوی پر سوداګرو او بار وړونکو موټرونو محدودیتونه وضع کړي دي.

د ایراني چارواکو په خبره افغان لوري موټر چلوونکو ته ویلي چې یوازې په میاشت کې یو ځل افغانستان ته ننوتلی شي او تر دې ډېر راتګ به پر دوی جریمه راولي.

همدا راز ویل شوي چې ایراني موټر تر میاشتې په کمه موده کې افغانستان ته نه شي ننوتلی نو له همدې امله اړ دي چې خپل سوداګریز توکي پر پوله افغان موټر چلوونکو ته وسپاري.

Leave a reply