د خېبرپښتونخوا کابینې لپاره د غړو د نومونو فهرست تیار شوی دی

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا کابینې لپاره د غړو د نومونو فهرست تیار شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په لېست کې د مشتاق غني، خليق الرحمن او عاقب الله په ګډون د ١٥ کسانو نومونه شامل دي.
سرچينې زياته کړې، چې د کابينې د غړو په لېست کې د ارشد ايوب، تاج محمد ترند، شکيل خان، فضل شکور خان، پښتون يار او مينه خان نومونه هم شامل دي.
دسرچينو ترمخه دغه فهرست به په راتلونکو څو ورځو کې دپي ټي ائي مشر عمران خان ته دکابينې دجوړولو لپاره وړاندې کړل شي اؤ دهغه تر منظورۍ وروستو به کابينه جوړيږي.
په دې اړه د خېبرپښتونخوا نوي منتخب وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې عمران خان به د صوبائي کابينې فيصله کوي، هغه به د ګل په ورځ د پي ټي آئي باني سره د کابينې په اړه ملاقات کوي۔





