سناتور همایون مهمند وايي، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) یوه پلاوي د جون په میاشت کې زمان پارک کې د تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان سره ولیدل
باغی ټي وي رپورټ
سناتور همایون مهمند وايي، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) یوه پلاوي د جون په میاشت کې زمان پارک کې د تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان سره ولیدل.
د سېنېټ غونډې ته په خپله وېنا كښې سناتور همايون مهمند ووئيل چې د آئي اېم اېف پلاوي د جون په مياشت كښې له عمران خان سره ليدلي وو، د ملاقات په مهال پلاوي د پي ټي آئي له باني څخه ضمانت غوښتې ؤ او هغه يې وركړې وو، كله چې په نومبر كښې بيا ملاقات كول غوښتل نو د پي ټي آئي باني وو.
سناتور همایون مهمند وویل چې د IMF پلاوي له بیرسټر ګوهر علي سره هم لیدلي دي.
هغه زیاته کړه چې د شاهد خاقان عباسي او جاوید لطیف په شمول د مسلم لیګ خلکو ویلي چې مینډیټ غلا شوی، دا خلک به امریکا ته وتښتي، دا پیسې باید ملت ته وسپارل شي.