د مارچ له لومړۍ نیټې څخه د پټرولیم مصنوعاتو بیعې لوړیدو امکان څرګندونه شوې ده

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د مارچ له لومړۍ نیټې څخه د پټرولیم مصنوعاتو بیعې لوړیدو امکان څرګندونه شوې ده.

د خبرونو د راپور له مخې، تمه کیږي چې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه د نفتي توکو بیه شاوخوا دوه سلنه لوړه شي.

د چارواکو په وينا د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د دوه فيصده زياتوالي له مخې به د پټرولو په بيه کې د في ليټر پنځه روپۍ زياتوالى راشي او د هائي سپيډ ډيزلو په بيه کې هم دوه روپۍ زياتوالى راغلى دى.
چارواکي وايي، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډېزل تېلو په بيه کې ٨٠ پيسې او د پټرولو تېلو بيه ٧٠ پيسې لوړه شوې، خو د بيې وروستۍ اعلان به د ماليې وزارت کوي.

ياده دې وي چې حکومت په ټوله نړۍ کې د تېلو د نرخونو د لوړېدو له امله د تېرو ۱۵ ورځو لپاره د پټرولو په بيه کې اته روپۍ او د ډيزلو په بيه کې دوه روپۍ زياتوالی راوستی و.

Leave a reply