واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته لومړنۍ دولتي ورځپاڼې پۀ فعالیت پیل وکړ

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته لومړنۍ دولتي ورځپاڼې پۀ فعالیت پیل وکړ
د طالبانو د واک د لومړنۍ دورې پر مهال هم شریعت ورځپاڼه چې مسوول چلوونکی یې مولوي عبدالرحیم ثاقب وو خپریده، دغه راز د شریعت ورځپاڼې تر څنګ هیواد او انیس ورځپاڼو هم خپرونې کولې.
(2021 / 11 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
واک ته د اسلامي امارت ته رسیدو وروسته لومړنۍ دولتي ورځپاڼې د شریعت په نوم یو وار بیا خپرونې پیل کړې دي.
د طالبانو د واک د لومړنۍ دورې پر مهال هم شریعت ورځپاڼه چې مسوول چلوونکی یې مولوي عبدالرحیم ثاقب وو خپریده، دغه راز د شریعت ورځپاڼې تر څنګ هیواد او انیس ورځپاڼو هم خپرونې کولې.
د یادونې وړ ده چې د دویم ځل لپاره واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ټولو دولتي او خصوصي ورځپاڼو په چاپي بڼه خپل فعالیتونه درولي دي او شریعت ورځپاڼه لومړنۍ دولتي ورځپاڼه ده چې تازه یې نن خپلې خپرونې پیل کړې دي.






