حکومت د غوړو د ګرانولو فیصله واپس منسوخ کړه

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د حکومت له طر ف نه په يوټيلټي سټورونو کښې د بیله بیلو غوړو او کوکنګ آئل په نرخونو کښي د زياتوالي نوټيفيکيشن منسوخ کړے شوے دے۔

په رسنیو کښې د چاپ نوټيفيکيشن ترمخه په يوټيليټي سټورونو کښي د کوکنګ آئل په نرخ کښي 65 روپۍ في ليټر او د غوړو قيمت 53 روپو في کلوزیات شوو وو۔
د رپورټ مطابق په دي اړه جاري شوې مراسله کښي وئيلي شوي وو چي يوټيليټي سټورونو باندي به د نرخونو زياتوالۍ په فوري توګه نافذ کړے شي، کله چې په رسنیو د غوړو د قیمت زیاتوالي خبر خپور شوی نو په ټولنیزو رسینو په حکومت نیوکې شروع شوې چې که یو طرف حکومت عوام له ریلیف ورکوی نو بیا بل طرف د خوراکي توکو قیمتونو ولې زیاتوي.
د رپورټ مطابق د عوامو دې دباو په وجه حکومت د غوړو فی کلو قیمت زیاتولو فیصله واپس واخسته او دا مراسله ی منسوخ کړه.

Leave a reply