د پاکستان اليکشن کميشن د بلوچستان اسمبلۍ کښې د ښځینه او اقليتونو لپاره د مخصوصو څوکيو نوټيفيکيشن جاري کړے دے

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اليکشن کميشن د بلوچستان اسمبلۍ کښې د ښځینه او اقليتونو لپاره د مخصوصو څوکيو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې په بلوچستان اسمبلۍ کې پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د ښځو لپاره 3 او 3 مخصوصې څوکۍ ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې جے يو آئی د ښځو لپاره 2 څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د دې نه علاوه عوامي نېشنل پارټۍ او اے اين پي د زنانو لپاره يوه يوه مخصوصه څوکۍ ترلاسه کړې ده۔
د اليکشن کميشن د اعلان له مخې د پيپلز پارټۍ سنجې کمار، د مسلم ليګ نون سېنټ پيټرک او د جے يو آئي ايف روي پاوجا به د بلوچستان اسمبلۍ کښې د اقليتي څوکيو غړي وي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې اليکشن کميشن د پنجاب او سندهـ لپاره د ښځو لپاره د مخصوصو سيټونو تفصيلات جاري کړي وو.

Leave a reply