وزیراعظم عمران خان ۱۲۰ ارب روپو ریلیف پیکج اعلان کړو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران دو کروړه خلقو لپاره ۱۲۰ اربه روپو ریلیف پیکج اعلان کړې دې.
وزيراعظم عمران خان د مخ په زياتيدونکي د ګرانۍ له وجې د 2 کروړه خاندانونو لپاره د 120 اربه روپو خصوصي امدادي پيکج اعلان کړے دے چې پکښې به په غوړو، اوړو او دالونو 30 فيصده سبسډي ورکول کيږي۔
قوم ته په وینا کښې عمران خان اوویل چې د سبسډي عمل به شپږ مياشتو پورې جاري وي ولې د کامياب پاکستان پروګرام لاندې 1400 اربه روپۍ نورې بېلې کړي شوي دي چې پکښې به څلور لاکه مستحق خاندانونو ته د سود نه پاک د کورونو جوړولو لپاره قرضې ورکولې شي۔
خان اوویل چې دوي د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو لوې فلاحي پروګرام وړاندې كوي٬ د كوم مقصد چې د هېواد لپاره د فلاحي رياست په لور ګام پورته كول دي۔وزيراعظم عمران خان د احساس پروګرام د ټيم مننه وكړه چا چې په دريو برخو كښې د ټولو خلقو ډيټا راغونډه كړې۔
خان اوویل چې په تیرو ۱۰۰ کالو کښې په نړۍ کښې دومر سخت بحران نه وو راغلې لکه نن سبا چې د کورونا وایرس له وجهې راغې ، دوی اوویل چې د کورونا وایرس له وجهې ټوله نړۍ او ټول هیوادونه ډیر بد متاثر شوي دي.
خان اوویل چې په راروان ژمې کښې به د ګیس ستونزه هم راشي ، دوی اوویل چې په نړۍ کښې د پیټرولیم مصنوعاتو بیعې په تیرو ۴ میاشتو کښې ۱۰۰ فیصده زیاته شوي دې خو په پاکستان کښې صرف ۳۳ سلنه اضافه شوې ده.






