اسلام آباد هائي کورټ د سایفر او توشه خانه کيس کښې د سزا خلاف د عمران خان او بشرې بي بي په اپيلونو اعتراض جمع کړے دے
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د سایفر او توشه خانه کيس کښې د سزا خلاف د عمران خان او بشرې بي بي په اپيلونو اعتراض جمع کړے دے۔
د اسلام اباد های کورټ د اعتراضونو له درجولو وروسته د عمران خان او بشری بي بي وکیلانو د اعتراضونو لرې کولو اپیلونه بېرته واخیستل.
د پي ټي آئي د وکيلانو وينا ده چي د اعتراضونو ليري کولو نه پس به نن يو ځل بيا اپيلونه کوي۔
د سزا خلاف اپيل تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ کښې دائر کړے شوے وو او سرچينې وائي چې په اپيلونو باندې اعتراضونه شوي وو چې ريکارډونه مکمل نه وو او نقلونه ئي فرياد شوي وو۔