لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د نهم مې د اورلګېدنې او ګډوډي راوستلو په مقدمه کې د پي ټي ايي د بنسټګر عمران خان ضمانت د فبرورۍ تر ۱۹مې پورې غځولی دی

0
100

باغی ټي وي رپورټ
لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د نهم مې د اورلګېدنې او ګډوډي راوستلو په مقدمه کې د پي ټي ايي د بنسټګر عمران خان ضمانت د فبرورۍ تر ۱۹مې پورې غځولی دی.

د ترهه ګرۍ ضد عدالت جج ارشد جاويد د نهم مئي د اور لګيدنې کيسونو کښې د پي ټي آئي باني د ضمانت درخواستونو اوريدلي دي۔

د جونيئر وکيل عدالت ته وويل چې د پي ټي آئي باني وکيل په اسلام اباد کې د القادر ټرسټ په مقدمه کې بوخت دی نو د دلائل لپاره دې نور وخت ورکړل شي.

عدالت درخواست منلی او د پي ټي آئي د باني عبوري ضمانت يې تر ۱۹ فرورۍ پورې غځولی دی. عدالت د پي ټي آئي باني په راتلونکي اوريدنه د ويډيو لنک له لارې د جيل نه د حاضريدو انتظامات لپاره لارښوونه هم کړې ده.

Leave a reply