قطر هغه ۸ هندي سمندري افسران خوشي کړي چې اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د مرګپه سزا محکوم شوي وو، ددوی په خوشي کیدو کښې هندي اداکار شاه رخ رول لوبولی وو.

باغی ټي وي رپورټ
د هند د هندو افراطي واکمن ګوند بي جي پي مشر او د راجیه سبھا پخواني غړي سبرامنیم سوامي یو په زړه پورې انکشاف کړی او ویلي یې دي چې قطر هغه ۸ هندي سمندري افسران خوشي کړي چې اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د مرګپه سزا محکوم شوي وو، ددوی په خوشي کیدو کښې هندي اداکار شاه رخ رول لوبولی وو.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، سبرامونیسموامي وايي، د هند د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت سلاکار قطر ته د دغه پرېکړه لیک په ورګرځولو کې پاتې راغلی.
په ټویټر کې د مودي د یوه پیغام په ځواب کې هغه د هند لومړي وزیر ته دا وړاندیز هم کړی چې لومړی وزیر مودي باید شاه رخ خان قطر ته د تګ پر مهال له ځانه سره بوځي، ځکه د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار په دې برخه کې ناکام شوی دی. دا دنده ترسره شوه.
د هند پخواني پارلماني استازې ویلي، د نریندرا مودي په غوښتنه شاه رخ خان مداخله وکړه او د قطري شیخانو له منګولو یې زموږ د سمندري افسرانو د خلاصون لپاره ی ګرانه معامله وکړه.






