عمران خان زما ودان او ښایسته کور وران کړ او د پي ټي ايي په حکومت کې یې هېڅ کومه ګټه ونه کړه: خاور مانیکا

0
231

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان د مېرمنې بشرې بي بي پخواني مېړه او په عدت کې د نکاح کولو په قضیه کې شکایت کوونکی خاور مانیکا وايي، چې عمران خان زما ودان ښایسته کور وران کړ او د پي ټي ايي په حکومت کې یې هېڅ کومه ګټه ونه کړه.

اډياله جيل کښې د نکاح مقدمې اورېدنې وروستو ميډيا سره خبرو کښې خاور مانيکا تور لګولې چې د بشرا د بې عزتۍ له وجې زما يوه لور طلاقه شوې، يو زوئ مې په ډيپرېشن اخته دے او اوس د بحالۍ مرکز کښې داخل دے.

خاور مانیکا وویل چې عمران خان د فرح ګوګي او بشری بي بي خور مریم په ذریعه زمونږ کور ته راغلی وو، د پي ټي ايي د حکومت په وخت کې یې هیڅ ګټه ونه کړه.

خاور مانیکا دا تور هم لګولی چې فرح ګوګي او بشری بي بي په ټول پنجاب کې لاس لري، زما ملازم لطیف له ډیرې مودې راهیسې له ما سره دی، داسې نه ده چې زه یې د مقدمې نه وړاندې ګومارلی وم.

خاور مانیکا د رسنیو استازو ته د خپلو ماشومانو د واټس اپ پیغامونو ښودلو پر مهال هم حیرانه شوې وه.

Leave a reply