که مخلوط حکومت جوړ شي نو د پي ټي آئي او مسلم ليګ نون ملاتړ به نه کوي: بلاول بوټو
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې که مخلوط حکومت جوړ شي نو د پي ټي آئي او مسلم ليګ نون ملاتړ به نه کوي، عمران خان او نواز شريف د زوړ سياست کول غواړي او پاکستان نه به زیان ورسوی.
د برطانيې براډکاسټنگ کارپوريشن سره په مرکه کې د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ويلي دي چې د پي ټي اېم له کردار نه ډېر مايوسه وو، د ميان صاحب له کردار نه ډېر مايوسه دی نو نن زمونږ اختلافات ډېر واضح دي، که ميا صاحب. که هغه زوړ سیاست کول غواړي د هغه ملاتړ نشي کولی، موږ ټولټاکنې او ډیموکراسي په جدي توګه نیسو.
بلاول وويل چې د ازادو کانديدانو زياتره د پي ټي ائي ټکټ هولډر نه دي، تر انتخاباتو وروسته به پيپلز پارټي د ازادو کانديدانو ملاتړ ترلاسه کولې شي، که حکومت جوړ شي نو زما په حکومت کې به يو سياسي بندي هم نه وي.