د متحده قومي موومنټ پاکستان سينئر ډپټي کنوينر مصطفی کمال په پيپلز پارټۍ نيوکه کړې او وئيلي يې دي که چرې اقتدار واخلي نو زمونږ بچي به هم دوی ګروی یعني خرڅ کړي

0
217

باغی ټي وي رپورټ
د متحده قومي موومنټ پاکستان سينئر ډپټي کنوينر مصطفی کمال په پيپلز پارټۍ نيوکه کړې او وئيلي يې دي که چرې اقتدار واخلي نو زمونږ بچي به هم دوی ګروی یعني خرڅ کړي.

د کراچۍ په مارټن کوارټر کې یوې انتخابي جلسې ته په وینا کې نوموړي وویل د فبرورۍ اتمه لوبه نه بلکې د نسلونو د بقا خبره ده.

مصطفی کمال وويل اوس ټوله نړۍ په دې باور ده چې ايم کيو ايم خپل حيثيت بحالوي.

بل خوا د ایم کیو ایم پاکستان مشر فاروق ستار په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د فبرورۍ اتمه د انتخاباتو ورځ نه بلکې د ریفرنډم ورځ ده.
هغه وویل چې د کراچۍ مطلب هغه څانګه ده چې خلک پرې ناست وي او خپل جیبونه ډکوي، زه وایم چې دا څانګه باید پرې نه شي.

خواجه اظهر دعوه کړې ده چې دا ځل به د ایم کیو ایم کارکونکی وزیراعلی وي، د ایم کیو ایم ملاتړ نه کوي.

انيس قائم خاني وويل پيپلزپارټۍ او جماعت اسلامي ته په خيرات کې ميډيټ ترلاسه شو کله چې مونږ بايکاټ وکړو.

Leave a reply